ترکیې یو ځل بیا پۀ لسګونو افغان پناه غوښتونکي نیولي دي

0
164

ترکیې یو ځل بیا پۀ لسګونو افغان پناه غوښتونکي نیولي دي

یو شمیر افغان پنا غوښتونکو د بشري حقونو ادارو ته ویلي چې د ترکیې سرتیرو د هغوی شخصي وسایل او په ځینو پېښو کې آن د هغوی د ځان جامې ترې ایستلي او سوځولي یې دي.

 

(2021 / 11 / 6  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د ترکیې امنیتي ځواکونو ۱۴۹ افغان پنا غوښتونکي د ایران پولې سره نږدې د بتلیس په ښار کې نیولي دي.

ترکیې وروسته تر هغه چې طا لبانو په افغانستان کې واک ونیوه، د ایران سره په ګډې پولې یې د افغانستان د پنا غوښتونکو د مخنیوي لپاره امنیتي تدابیر ډیر کړي.

اړوند موضوعات: 

ترکیه: نور افغان مهاجرو ته ځای نشو ورکولی

په سیمه کې چارواکو د کډوالو یو قاچاقبر د بار وړونکي موټر سره هم په سرحد کې نیولی. چارواکو همدارنګه ویلي چې دا نیول شوي پنا غوښتونکي بیرته ایران ته استول شوي دي.

تر دې وړاندې د بشري حقونو څارونکو ویلي و چې د ترکیې سرتیرو د نړیوالو قوانینو خلاف افغان پنا غوښتونکي وهلي او بېرته یې ایران ته شړلي دي.

یو شمیر افغان پنا غوښتونکو د بشري حقونو ادارو ته ویلي چې د ترکیې سرتیرو د هغوی شخصي وسایل او په ځینو پېښو کې آن د هغوی د ځان جامې ترې ایستلي او سوځولي یې دي.

دغو کډوالو همدارنګه ویلي چې په ۵۰ یا ۳۰۰ ډلو سره ویشل شوي او بېرته ایران ته استول شوي چې له همدې کبله ځیني کسان د خپلو کورنیو نه هم ورک شوي دي.

Leave a reply