پۀ وروستیو شپږو میاشتو کې ۴۶۰ افغان ماشومان وژل شوي دي

پۀ وروستیو شپږو میاشتو کې ۴۶۰ افغان ماشومان وژل شوي دي
ملګرو ملتونو همدارنګه په سمدستي توګه د ماشومانو سره د زور زیاتي د بندېدو غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې په افغانستان کې چارواکي باید د ماشومانو خوندیتوب او مصؤنیت ته په ټولو چارو کې لومړیتوب ورکړي.
(2021 / 11 / 6 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق یا یونیسف وايي چې په تېرو شپږو میاشتو کې په افغانستان کې څه باندې ۴۶۰ماشومان په جګړو کې وژل شوي دي.
یونیسف په افغانستان کې په ناچاودل شویو توکو او په ځینو ځایونو کې د جکړې له کبله د ماشومانو د مرګ ژوبلې په دوام اندېښنه ښودلې.
د ملګرو ملتونو دغې ادارې په یوې اعلامیې کې ویلي چې وړمه ورځ په کندز کې د ناچاودل شویو توکو په چاودنې کې د یوې کورنۍ نهه غړي ووژل شول چې څلور یې نجونې او دوه یې هلکان وو.
د یونیسف په اعلامیې کې ویل شوي چې په دې چاودنې کې درې ماشومان ټپي شوي هم دي.
ملګرو ملتونو په عاجله توګه د جګړې د وخت نه د پاتې شویو چاودیدونکو توکو د پاکولو په اړتیا ټینګار کړی او ویلي یې دي چې افغان ماشومان لا هم د دې توکو قرباني کیږي.
ملګرو ملتونو همدارنګه په سمدستي توګه د ماشومانو سره د زور زیاتي د بندېدو غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې په افغانستان کې چارواکي باید د ماشومانو خوندیتوب او مصؤنیت ته په ټولو چارو کې لومړیتوب ورکړي.






