د سیګار د راپو پر اساس؛ افغانستان کې تېرو شلو کلونو کې ۳۵۰۰ امریکايي عسکر وژل شوي دي

د سیګار د راپو پر اساس؛ افغانستان کې تېرو شلو کلونو کې ۳۵۰۰ امریکايي عسکر وژل شوي دي
سيګار ادارې پرون د افغانستان په جګړه کې د افغان ځواکونو د مرګ ژوبلې ارقام هم خپاره کړل. دغې ادارې وويل، چې د تېرې ۲۰ کلنې جګړې پر مهال له ۶۰ تر ۷۰ زرو پورې افغان ځواکونه وژل شوي دي.
(2021 / 11 / 6 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د افغانستان د بيارغونې لپاره د امريکا د مرستو د څارنې ادارې یا سيګار د افغانستان په جګړه کې د امريکايي سرتېرو د مرګ ژوبلې په اړه نوي ارقام خپاره کړي دي.
د سيګار ادارې د معلوماتو له مخې، په دې جګړه کې ټول ۱۹۱۰ امريکايي سرتيري وژل شوي او زرګونه نور ټپيان شوي دي. د دې ترڅنګ، ۴۱۵ نور امريکايي سرتيري په طبيعي مرګ په افغانستان کې مړه شوي دي.
اړوند مووضوعات:
د سیګار د راپور پر بنسټ تېرو شلو کلونو کې ۱۱۴ زره افغانان او ۳۵۸۷ بهرنیان وژل شوي دي
سيګار ادارې پرون د افغانستان په جګړه کې د افغان ځواکونو د مرګ ژوبلې ارقام هم خپاره کړل. دغې ادارې وويل، چې د تېرې ۲۰ کلنې جګړې پر مهال له ۶۰ تر ۷۰ زرو پورې افغان ځواکونه وژل شوي دي.
سيګار ويلي وو، چې د افغان ځواکونو د تلفاتو ارقام یې د امریکا د پوځ د لوی درستیز جنرال مارک ميلي له لوري تر لاسه کړي دي.
سرچينې د امريکايي ځواکونو د مرګ ژوبلې د ارقامو د منبع په اړه څه نه دي ويلي.




