سیګار وايي چې افغان طالبان د نشه یي توکو د بندولو وړتیا نلري
سیګار وايي چې افغان طالبان د نشه یي توکو د بندولو وړتیا نلري
سیګار په خپل تازه راپور کې ویلي، چې د روان ميلادي کال د اګسټ مياشتې له ۱۵مې نېټې څخه بيا تر اوسه پورې په افغانستان کې له نشهيي موادو سره د مبارزې د وضعيت په اړه هېڅ يوې کورنۍ او بهرنۍ ادارې کوم راپور نهدی خپور کړی.
(2021 / 11 / 6 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړې اداره یا سیګار ویلي، چې طالبان په افغانستان کې د نشهيي توکو د تولید د بندولو وړتیا نهلري.
یادې ادارې زیاته کړې، چې په افغانستان کې له نشهيي موادو سره د مبارزې په برخه کې امريکايي ادارو خپل ټول فعاليتونه بند کړي دي.
سیګار په خپل تازه راپور کې ویلي، چې د روان ميلادي کال د اګسټ مياشتې له ۱۵مې نېټې څخه بيا تر اوسه پورې په افغانستان کې له نشهيي موادو سره د مبارزې د وضعيت په اړه هېڅ يوې کورنۍ او بهرنۍ ادارې کوم راپور نهدی خپور کړی.
اړوند موضوهات:
سیګار: افغانستان کې د نشه یي توکو کښت پرضد له مبارزې سره هلته د نشه یی توکو کښت زیات شوی
د راپور په حواله، نهيوازې دا چې په ځينو ولايتونو کې نشهيي مواد د طالبانو مالي سرچينه ده، بلکې د کوکنارو د کښت منع کول به د دې سبب شي چې په کليوالو سيمو کې د طالبانو مخالفت ډېر شي او دا مخالفت به د طالبانو د حکومت د کمزورۍ سبب وګرځي.
طالبانو بیا ویلي، چې د کوکنارو د کښت په برخه کې د دوی مبارزه روانه ده او اجازه نه ورکوي چې نشهیي توکي تولید شي.
هلمند او کندهار د افغانستان له هغو ولایتونو څخه شمېرل کېږي چې په تېرو ۲۰ کلونو کې پکې د کوکنارو کښت زیات و.