سیګار: افغانستان کې د نشه یي توکو کښت پرضد له مبارزې سره هلته د نشه یی توکو کښت زیات شوی

0
259

سیګار: افغانستان کې د نشه یي توکو کښت پر ضد مبارزې سره هلته د نشه یي توکو کښت زیات شوی

د افغانستان لپاره د امریکا څار اداره (سیګار) ویلي چې سره له دې چې افغانستان کې د نشه یي توکو کښت د کمښت لپاره میلیونونه ډالر ولګول شول؛ خو هلته د دغو مصارفو پایله منفي وه او هلته د کوکونارو او نورو نشه یي موادو کښت زیات شوی دی.

 

(2021 / 9 / 24  نېټه باغي ټلویزیون)

د افغانستان لپاره د امریکا څار اداره (سیګار) ویلي چې سره له دې چې افغانستان کې د نشه یي توکو کښت د کمښت لپاره میلیونونه ډالر ولګول شول؛ خو هلته د دغو مصارفو پایله منفي وه او هلته د کوکونارو او نورو نشه یي موادو کښت زیات شوی دی.

د دغې ادارې د معلوماتو پر بنسټ چې افغانستان کې د نشه یي موادو کښت تر پخوا ډیر شوی او هلته اوس د یو شمېر خلکو ورځنی کار د نشه یي موادو کر شوی دی.

دوی همداراز ویلي چې افغانستان کېد نشه یي توکو پر ضد مبارزې کومه مثبته پایله نده لرلې.

دا په داسې حال کې ده چې تازه افغانستان کې د ا.ا.ا واکمن شوی او له واکمنېدو سره سم د یادې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد په لومړي کنفرانس کې وویل چې دوی به د کوکنار او نورو نشه یي توکو پر کښت بندیز ولګوي.

Leave a reply