د سیګار د راپور پر بنسټ تېرو شلو کلونو کې ۱۱۴ زره افغانان او ۳۵۸۷ بهرنیان وژل شوي دي

0
137

د سیګار د راپور پر بنسټ تېرو شلو کلونو کې ۱۱۴ زره افغانان او ۳۵۸۷ بهرنیان وژل شوي دي

سیګار دا راپور وروسته تر هغه ورکوي چې د امریکایي پوځیانو تر وتلو وروسته واک ته د طالبانو له رسېدو سره سم د ا.ا.ا افغان جګړه پای ته رسېدلې وبلله او عمومي عفوه یې اعلان کړه.

 

(2021 / 10 / 12 نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور

د افغانستان پر بیارغونه د څار امریکایي ادارې (سیګار) په خپل تازه راپور کې ویلي چې د افغانستان په تېره شل کلنه جګړه کې ۱۱۴ زره افغانان او ۳۵۸۷ بهرنیان وژل شوي دي.

د یادې ادارې په راپور کې راغلي چې په تېره شل کلنه جګړه کې د ۶۶ زرو په شاوخوا کې د تېر جمهوري نظام پوځیان او لږ تر لږه ۴۸ زره عام وګړي وژل شوي دي.

د سیګار په خبره، په همدې موده کې تر ۷۵ زرو پورې افغان ملکيان ټپيان شوي هم دي.

راپور کاږي چې په همدې شل کلنه جګړه کې د ۲۴۴۳ امریکایي عسکرو په ګډون ۳۵۸۷ بهرني پوځیان هم وژل شوي دي.

سیګار دا راپور وروسته تر هغه ورکوي چې د امریکایي پوځیانو تر وتلو وروسته واک ته د طالبانو له رسېدو سره سم د ا.ا.ا افغان جګړه پای ته رسېدلې وبلله او عمومي عفوه یې اعلان کړه.

د یادونې وړ ده چې څو ورځې وړاندې د شمالي کوریا رئیس جمهور پۀ ملګرو ملتونو غږ وکړ چې امریکا پر افغانستان کې په تېرو شلو کلو نو کې د بشر ضړ جنایتونه کړي، کیم جونګ اون وویل چې امریکا باید پر افغانستان د یرغل او هلته کړیو جنایتونو تاوان ورکړي.

 

 

Leave a reply