قطر: نړۍوال باید د افغانستان د سقوط د مخنیوي لپاره لاس پکار شي

قطر: نړۍوال باید د افغانستان د سقوط د مخنیوي لپاره لاس پکار شي
هغه د دې اړتیا یادونه هم وکړه چې نړیوال باید د ترورېزم پرضد د مبارزې برخه کې د افغانستان له لوري جدي ګامونه وویني، نو ځکه هغه ټینګار وکړ چې نړیواله ټولنه دې د افغانستان د منزوي کولو پرځای له بېلابېلو افغانانو سره اړیکې وساتي.
(2021 / 11 / 6 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د قطر مرستیال صدراعظم او بهرنیو چارو وزیر ټینګار کړی چې د افغانستان د سقوط مخه باید ونیول شي.
شیخ محمد بن عبدالرحمن الثاني پرون د سلووینیا پلازمېنه لیوبلیانا کې له خپل سیال انزې لوګر سره په ګډ خبري کنفرانس کې په دې برخه کې چې د افغانستان د سقوط د مخنیوي لپاره باید څه وشي؟ د نړیوالې اجماع غوښتنه وکړه.
نوموړي په عین حال کې د طا لبانو پر حکومت غږ وکړ چې د ټولنې ټولو برخو ته فرصت ورکړي او د ټولو وګړو په تېره د ښځو او نجونو د حقونو د خوندیتوب ډاډ ورکړي.
الثاني همدا راز پر نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې له افغانستان سره د بشري مرستو د رسولو په هڅو کې برخه واخلي.