خیبرپښتونخوا کښې ۶۵لکه ۸۴ اتیا زره او ۲۰۲ وګړو ته کورونا ویکسین ولګول شول

0
191

باغي ټي وي رپورټ
په خیبر پښتونخوا کښې د کورونا مرض مخنیوي لپاره مهم جاري دي ، د صوبې په ټولو ضلعو کښې په روزانه بنیاد کسانو ته د کورونا ویکسین لګول کیږي.

د خپور شوي راپور مطابق په صوبه کښې عام وګړو چې پکښې سرکاري او غیرسرکاري کسان شامل دي ،دوی ته کورونا ویکسین لګول کیږي او رپورټ مطابق وسه پورې ټول ۶۵ لکه ۸۴ اتیا زره او ۲۰۲ کسانو ته د کورونا وایرس او مرض نه د بچ کیدو ویکسین لګول شوي.
د خیبر پښتونخوا د صحت محکمې د رپورټ مطابق وسه پورې د ۱۲ کالو او ددې نه زیات عمر والا کسان چې ددې ۴۳.۳۳ سلنه آبادې جوړیږي، د ویکسین یو خوراک ی اخستې دې . د رپورټ مطابق ۳۱۳ مریضان په روغتونونو کښې داخل دي او ۷۲ د کورونا وایرس نه متاثره مریضان په آیی سي یو وارډ کښې داخل دی.
د یادونې ده چې په کال ۲۰۲۰ د مارچ په میاشت کښې د کورونا وایرس په ټوله دنیا کښې ډیر ډار خپور کړو، په پاکستان کښې هم تعلیمی ادارې بندې شوې ، کاروبارۍ ځایونه وتړل شو چې دې سره د خلقو په کاروبار او په ملکي اقتصاد ډیر بد اثر وشو.
نن سبا په ملک کښې هرسړۍ د ګرانې د وجهې سرټکوي خو د پاکستان وزیراعظم عمران خان د نن ورځې هم دا بیان وو چې ګرانۍ یو د پاکستان ستونزه نه ده بلکه ګرانۍ یوه نړیواله ستونزه ده او د کورونا په وجه ټوله نړۍ ډیره بده متاثره شوي ده.
عمران خان په خپل بیان کښې ویلي دي چې د کورونا وایرس په وجه د ټولې دنیا اقتصاد او د خلقو کاروبار ډیر بد اغیزمن شوې دې. خان وایی چې په ټوله نړۍ کښې پاکستان هغه هیواد دې چې پیټرول پکښې ارزان دي او د ګرانۍ شرح هم دومره نه ده زیاته شوې څومره چې په بهرنیو هیوادونو کښې زیاته شوې ده.
د سرکاري ویب پانړې مطابق په پاکستان کښې د کورونا له وجهې ۲۸،۵۰۷ کسان مړه شوي دي، د سرکاري ویب پانړه مطابق په خیبر پښتونخوا کښې د کورونا له وجهې ۵،۷۶۱ کسان مړه شوي دي او په صوبه کښې ۱۷۸،۴۲۷ تصدیق شوي کسان ددې وایرس نه متاثره دي.

Leave a reply