د روسیې ولسمشر د افغانستان پۀ اړه د امریکا لۀ ولسمشر سره خبرې کړې دي

0
84

د روسیې ولسمشر د افغانستان پۀ اړه د امریکا لۀ ولسمشر سره خبرې کړې دي

د اوشاکوف په وینا پوتین همدا راز غواړي، بایډن ته د امنیتي ضمانتونو د هغې طرحې خبره وریاده کړي چې له مخې یې باید د ختیځ پر لور د ناټو د پراختیا مخه ونیول شي او هغه څه ته چې مسکو یې د اوکراین په ګډون د روسیې ګاونډیانو ته د ګواښونکو وسلو استول بولي، د پای ټکی کېږدي.

(2021 / 12 / 4  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور  

کریملین وايي، ولسمشر ولادیمیر پوتین به د امریکا له ولسمشر جو بایډن سره په را روانه غونډه کې پر نورو مسایلو سربېره پر افغانستان هم خبرې وکړي.

د کریملین یوه سلاکار یوري اوشاکوف ویلي چې د دې انلاین سرمشریزې لپاره په راتلونکو ورځو کې یوه احتمالي نېټه په پام کې نیول شوې، خو مسکو ګوري چې واشنګټن به یې کله تایید کړي.

اوشاکوف زیاته کړه چې په دې سرمشریزه کې به د افغانستان، لیبیا، سوریې، ایران او نورو هېوادونو پر اړوندو مسایلو خبرې وشي.

اړوند موضوعات: 

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي د افغانستان پۀ اړه لۀ قطري چارواکو سره کتلي دي 

Leave a reply