د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي د افغانستان پۀ اړه لۀ قطري چارواکو سره کتلي دي 

0
141

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي د افغانستان پۀ اړه لۀ قطري چارواکو سره کتلي دي

ټام وېسټ زیاته کړې چې د امریکا د یوه نږدې متحد قطر هېواد د بهرنیو چارو له وزیر محمد بن عبدالرحمن ال ثاني او د دغه هېواد د ملي امنیت له سلاکار محمد ال مسناد سره ‌یې د افغانستان د راتلونکي په اړه بحث کړی.

 

(2021 / 12 / 3   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام وېسټ له لوړپوړو قطري چارواکو سره د افغانستان په اړه خبرې کړي دي.

ټام وېسټ زیاته کړې چې د امریکا د یوه نږدې متحد قطر هېواد د بهرنیو چارو له وزیر محمد بن عبدالرحمن ال ثاني او د دغه هېواد د ملي امنیت له سلاکار محمد ال مسناد سره ‌یې د افغانستان د راتلونکي په اړه بحث کړی.

ټام وېسټ پر خپل تویټر لیکلي چې د قطر ملاتړ او فعالیت د ستایلو دی.

اړوند موضوعات: 

گفتگوی نمایندگان ویژه امریکا و روسیه درباره افغانستان

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام وېسټ د دې اوونۍ په سر کې د طالبانو د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر امیرخان متقي په مشرۍ له یوه لوړپوړي پلاوي سره هم دوه ورځې غونډې وکړې.

Leave a reply