روسیې لۀ امریکا د خپلو پولو د ساتلو ضمانت غوښتی

روسیې لۀ امریکا د خپلو پولو د ساتلو ضمانت غوښتی
د بلینکن سره په دوه اړخیزو خبرو کې لاوروف د امریکا د دپلوماسۍ لوړپوړي چارواکي ته وویل چې مسکو یوه قانوني لیکل شوې ژمنه غواړي چې اوکراین د ناټو په تړون کې شامل نشي او دغه تړون د ختیځ په لور خپل پراخیدل ودروي.
(2021 / 12 / 3 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر غوښتي چې د دې هیواد د پولو اوږدمهاله امنیتي ضمانت دې وشي او د ناټو سازمان دې د ختیځ په لور پراخیدل بند کړي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف پرون د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن ته وویل چې مسکو اوږدمهاله امنیتي ضمانت ته اړتیا لري چې د ختیځ په لور د ناټو تړون د پراخیدلو مخنیوي وکړي.
لاوروف او بلینکن په کوپنهاګن کې د اروپا د امنیت او همکارۍ د سازمان په غونډه کې سره وکتل.
د بلینکن سره په دوه اړخیزو خبرو کې لاوروف د امریکا د دپلوماسۍ لوړپوړي چارواکي ته وویل چې مسکو یوه قانوني لیکل شوې ژمنه غواړي چې اوکراین د ناټو په تړون کې شامل نشي او دغه تړون د ختیځ په لور خپل پراخیدل ودروي.
په دې ترڅ کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن ویلي چې د اوکراین په وړاندې د روسیې خصومت به جدي پایلې ولري.
بلینکن، روسیې ته خبرداری ورکړی چې د اوکراین په وړاندې هر ډول زور زیاتی به جدي عواقب ولري.




