د صفونو د تصفیې کمیسیون رئیس وايي چې د ا.ا پۀ اردو کې د نفوذي کسانو شتون نشو ردولی 

0
74

د صفونو د تصفیې کمیسیون رئیس وايي چې د ا.ا پۀ اردو کې د نفوذي کسانو شتون نشو ردولی 

د صفوفو د تصفیې کمیسیون رییس وايي چې دوی په ټول هېواد کې د یاد کمیسیون دفترونه پرانیستي دي او د هغو کسانو د چاڼ او تصفیې لپاره عاجل ګامونه اخیستل کیږي چې د طالبانو په جامه کې د دوی اصولو خلاف او عام ولس ته ستونزې جوړوي.

(2021 / 12 / 3   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د اسلامي امارت په لیکو کې د نفوذي کسانو د حضور په تړاو تر اندېښنو وروسته، د صفوفو د تصفیې کمیسیون رییس هم تاییدوي، چې د اسلامي امارت په لیکو کې نفوذي کسان حضور لري.

د اسلامي امارت د لیکو د تصفیې کمیسیون رییس مفتي لطیف الله حکیمي چې ورسره هممهاله د اسلامي امارت د دفاع وزارت سر مفتش هم دی ویلي، چې د طالبانو په لیکو کې د استخباراتي شبکو د نفوذي کسانو موجودیت نشي ردولی.

لطیف الله حکیمي وايي چې تر دې دمه یې د صفوفو د تصفیې په برخه کې ۱۳۰۵ کسان د غلطیو له تشخیص وروسته اخراج کړي دي.

نوموړي وايي په دې کسانو کې ځینې داسې کسان هم شته چې له داعش ډلې سره د همکارۍ په تور نیول شوي دي.

اړوند موضوعات: 

د ا.ا.ا د تصفیې کمېسیون وايي چې تر اوسه مو پۀ سلګونو نامطلوب کسان لۀ خپلو لیکو اېستلي دي

Leave a reply