د ا.ا.ا د تصفیې کمېسیون وايي چې تر اوسه مو پۀ سلګونو نامطلوب کسان لۀ خپلو لیکو اېستلي دي

0
247

د اسلامي امارت چارواکي وايي، د لیکو د تصفیې لړۍ به تر هغو روانه وي چې مفسد او ناکاره کسان لېرې کړای شوي نه وي.

طالبانو د خپلو لیکو د تصفیې کمېسیون په تلې میاشت کې جوړ کړ چې په مرسته یې له خپلو لیکو د دوی په وینا ‘نامطلوب’ کسان وباسي.

(2021 / 11 / 26  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د طالبانو د لیکو د تصفیې کمېسیون ویلي، چې د دوی له لیکو نږدې ۷۰۰ نامطلوب کسان ایستل شوي دي.

دا اعلان داسې مهال کېږي چې د طالبانو د صفونو د تصفیې کمېسیون مشر مفتي لطیف الله حکیمي پرون په زابل کې د دغه کمېسیون یوه څانګه پرانېسته.

Leave a reply