راتلونکې یوې اونۍ کې نړۍوال بانک افغانستان ته د ۲۸۰ میلیونه ډالرو د لېږد پۀ اړه پرېکړه کوي

0
92

راتلونکې یوې اونۍ کې نړۍوال بانک افغانستان ته د ۲۸۰ میلیونه ډالرو د لېږد پۀ اړه پرېکړه کوي

رویټرز د سې شنبې په ورځ د نړیوال بانک د یوه ویاند له قوله وویل، د افغانستان د بیارغونې صندوق (ARTF) چې د نړیوال بانک له خوا اداره کیږي، تمویلونکو موافقه کړې چې د یوې اونۍ په اوږدو کې د بشري مرستو ادارې ته د مرستو د لیږد په اړه پریکړه وکړي.

 

(2021 / 12 / 4  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

رویټرز د نړیوال بانک په حواله وايي چې د افغانستان د بیارغونې له صندوق سره تمویل کوونکو موافقه کړې چې د یوې اوونۍ په دننه کې به افغانستان ته  د ۲۸۰ میلیونه ډالرو د انتقال په اړه پریکړه وکړي.

رویټرز د سې شنبې په ورځ د نړیوال بانک د یوه ویاند له قوله وویل، د افغانستان د بیارغونې صندوق (ARTF) چې د نړیوال بانک له خوا اداره کیږي، تمویلونکو موافقه کړې چې د یوې اونۍ په اوږدو کې د بشري مرستو ادارې ته د مرستو د لیږد په اړه پریکړه وکړي.

د نړیوال بانک ویاند په دې اړه نور جزئیات ندي ورکړي؛  خو ویې ویل چې دا پرېکړه د جمعې په ورځ د اپریل په ۲ مه شوې ده.

تر دې مخکې رویټرز خبر ورکړی و چې د نړیوال بانک پلاوي روانه اوونۍ د افغانستان د بیارغونې له صندوق څخه د خوړو نړیوال پروګرام او یونیسف ته د ۲۸۰ میلیونه ډالرو د انتقال ملاتړ وکړ.

اړوند موضوعات: 

نړۍوال بانک د افغانستان لۀ کنګل شوې شتمنۍ ۲۸۰ میلیونه ډالر پۀ بشري مرستو لګوي 

د تېر حکومت له نسکورېدو سره د افغانستان شتمنۍ کنګل شوې او د نړیوالو موسسو نغدي مرستې وځنډېدې.

دې وضعیت د خلکو اقتصاد تر سیوري لاندې راوستی او اوس له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

تر دې مخکې ملګرو ملتونو راپور ورکړی و چې د طالبانو له واکمنۍ راهیسې د افغانستان ناخالص تولید تر ۲۰ سلنې کم شوی دی. نوموړي په هېواد کې روان وضعیت د تاریخ تر ټولو بد اقتصادي سقوط وباله.

 

Leave a reply