نړۍوال بانک د افغانستان لۀ کنګل شوې شتمنۍ ۲۸۰ میلیونه ډالر پۀ بشري مرستو لګوي 

0
188

نړۍوال بانک د افغانستان لۀ کنګل شوې شتمنۍ ۲۸۰ میلیونه ډالر پۀ بشري مرستو لګوي 

تر دې وړاندې ټاکل شوې وه، چې نړیوال بانک ۵۰۰ میلیونه ډالر کنګل شوې شتمني ازاده کړي، خو اوس ویل کېږي چې راتلونکو ورځو کې به شاوخوا ۲۸۰ میلیونه ډالر ملګرو ملتونو ته ورکړل شي څو یې په افغانستان کې پر بشردوستانه خدماتو ولګوي.

 

(2021 / 12 / 2  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور

نړیوال بانک د افغانستان له کنګل شوې شتمنۍ د یوې برخې د ازادولو پرېکړه کړې ده.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې نړیوال بانک ویلي چې دوی د افغانستان د بیا رغونې له صندوق  ۲۸۰ میلیونه ډالر ازادوي. سرچینې ویلي چې دا پیسې به د ملګرو ملتونو دوو برخو یونسیف او د خوړو نړیوالو پروګرام ته لېږدول کېږي.

اړوند موضوعات:

امریکا دې د افغانستان کنګل شوې اثاثې بحال کړي: د افغانستان اسلامی امارت غوښتنه

نړیوال بانک وایي چې یادو پیسو به په افغانستان کې د بشردوستانه مرستو لپاره کار اخیستل کېږي.

تر دې وړاندې ټاکل شوې وه، چې نړیوال بانک ۵۰۰ میلیونه ډالر کنګل شوې شتمني ازاده کړي، خو اوس ویل کېږي چې راتلونکو ورځو کې به شاوخوا ۲۸۰ میلیونه ډالر ملګرو ملتونو ته ورکړل شي څو یې په افغانستان کې پر بشردوستانه خدماتو ولګوي.

وروسته له هغه چې طا لبان په افغانستان کې واکمن شول، امریکا د افغانستان شاوخوا ۹ میلیارده ډالر شتمني کنګل کړې، چې دلته د اقتصادي ستونزو سبب شوې ده.

افغانستان له امریکا سره په وروستیو مذاکراتو کې هم د دغه پیسو د ازادولو غوښتنه کړې ده.

Leave a reply