د اټومي انرژۍ نړۍواله اداره وايي چې ایران دشل سلنه یورانیمو غني کېدل پیل کړي دي
د اټومي انرژۍ نړۍواله اداره وايي چې ایران دشل سلنه یورانیمو غني کېدل پیل کړي دي
دا په داسې حال کې ده چې همدې ایران پوره یوه میاشت وړاندې ویلي وو، چې چې ایران د ای ار -۶ پرمختللي سنټروفیوژونه نصب کړي، خو د یورانیمو د غني کېدو پروسه یې نه دی پیل کړې.
(2021 / 12 / 2 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې ویلي، چې ایران په دې هېواد کې د ۲۰ سلنه یورانیمو غني کېدل پیل کړي دي.
یادې ادارې زیاته کړې، چې ایران په ویانا کې له نړۍ سره د ۲۰۱۵ کال د اټومي قرار داد د احیا کیدو په اړه د خبرو سره په یو وخت، د فردو په تاسیساتو کې د پرمختللو سنټرفیوژونو په مرسته دغه غني کول پیل کړي.
دا په داسې حال کې ده چې همدې ایران پوره یوه میاشت وړاندې ویلي وو، چې چې ایران د ای ار -۶ پرمختللي سنټروفیوژونه نصب کړي، خو د یورانیمو د غني کېدو پروسه یې نه دی پیل کړې.
اړوند موضوعات:
د ایران جمهور رئیس د ایران اټومي ادارې لپاره نوی رئیس وټاکه
په ورته مهال امریکایي چارواکو ویلي د ایران اټومي پرمختګونه په داسې یو شکل دي چې د دوام په صورت کې، ممکن اټومي قرار داد ته د هغه هیواد ستنیدل ستونزمن کړي، ځکه یاد قرار داد د تهران اټومي فعالیتونه محدودول.