د ایران جمهور رئیس د ایران اټومي ادارې لپاره نوی رئیس وټاکه
د ایران جمهور رئیس د ایران اټومي ادارې لپاره نوی رئیس وټاکه
د ایران جمهور رئیس ښاغلي ابراهیمي د یاد هېواد د اټومي ادارې لپاره نوی رئی ټاکلی دی.
(2021 / 8 / 31 نېټه باغي ټلویزیون)
د ایراني رسنیو د راپورونو په اساس ابراهیم رئیسي د یاد هېواد د اټومي ادارې ته نوی رئیس ټاکلی.
د راپورونو له مخې رئیسي د اټومي ساینس پوه علي اکبر صالحي پرځای محمد اسلامي ټاکلی، اسلامي هغه څوک دی چې رشته یې اټومي ندی.
ښاغلی اسلامي تر دې وړاندې د ایران د ټرانسپورټ وزیر ؤ.
راپورونو زیاته کړې د ایران پخوانی د بهرنیو چارو وزیر صالحي له ډېرې مودې راهیسې د ایران د اټومي ادارې رئیس ؤ.
هغه د غربي قووتونو سره د ۲۰۱۵ م کال په اټومي تړون کې مهم رول درلود.