امریکا دې د افغانستان کنګل شوې اثاثې بحال کړي: د افغانستان اسلامی امارت غوښتنه

باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان اسلامی امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوی امیر خان متقی په یو بیان کې په امریکا زور راوړې دې چې د امریکا او مغربي نړۍ دې د افغانستان کنګل شوې پیسې آزادې کړي او افغانستان ته دې ورکړي.
اې پي پي چې د چین د یو خبر رسنې ادارې د یو رپورټ خبر ی چاپ کړې وایی چې د افغانستان اسلامی امارت له اړخه د امریکې کانګرس ته په لیکل شوې یوې چیټۍ مطابق تیر کال د فرورۍ کښې په دوحه کښې د ترسره شوي لوظنامې نه پس مونږ یو بل سره متصادم شوي نه یو او نه مو عسکري مخالفت کړي کومه چې د افغانستان د اثاثو منجمد کولو لپاره جواز او سبب جوړیدې شو ، د رپورټ مطابق دا مهال كله چې مونږ سره امريكې سره د مثبت اړيكو ښه موقع ده د بنديزونو او فشار آپشن زمونږ د اړيكو په ښه كېدو كښې مرسته نشي كولې دې لپاره دواړو هېوادونو لپاره ضروري ده چې اعتماد سازۍ لپاره په زړه پورې اقدامات وكړي.
متقي زیاتوي چې افغانستان اندېښنه لري چې په موجوده حالاتو كښې كومه تبديلي نه كېدو سره به افغانان نورو ستونزو سره مخ شي او دا به په دې هیواد او په ټوله نړۍ كښې په لويه كچه د كډې كولو ذريعه جوړه شي، یو انساني ناورین به رامنځ ته شي، كومې څخه چې به نړۍ ته نورې انساني او معاشي مسئلې رامخې ته شي.
د یادونې ده چې امریکا د افغانستان څه ۹.۵ ملیارد ډالر کنګل کړي دي چې له وجهې ی افغانستان د سختو مالي او اقتصادي ستونزو سره مخ دي، پاکستان ، د منځنې ایشیا هیوادونو او د نړۍ نور هیوادونو غوښتنه کوي چې د افغانستان کنګل شوې پیسې دې بحال کړي او افغانستان ته دې حواله کړي چې دا هیواد د مالي ستونزو څخه اووځي.






