موجوده حکومت چې څومره قانون سازي او هلې ځلې کړي ددې مثال نشته: ډاکټر بابر اعوان

0
238

باغي ټي وي رپورټ
د وزیراعظم عمران د پارلیماني چارو لپاره خاص مرستیال ډاکټر بابر اعوان په یو بیان کې ویلي دي چې د موجوده سپیکر په دور کښې چې په پارلیمان او پاکستان کښې کومه قانون سازي او هلې ځلې شوي دي ، په تیر وخت کې د دومره عملی کوششونه مثال نشته.

ډاکټر بابر اعوان وایی چې مونږ په دې عملي هلو ځلو او قانون سازۍ باندې ټول قوم ته مبارکې وایو، هغه اوویل چې د ټاکنو په اصلاحاتو په کال ۲۰۲۰ کښې د قامي اسمبلۍ کمیټې جوړه شوې وه چې پکښې په اصلاحاتو بحث شوې وو.
د پارلمان په شريكه غونډه كښې د شهباز شريف لخوا د پورته كړو نكاتو په ځواب ده ووئيل آئين كښې د ايوان چلولو طريقه كار ليك دے٬ هغه زیاتوي چې كوم كسان چې دلته د هاٶس آف کامنز يا د مستعار رواياتو خبره كوي نو ياد دې ولري چې هلته د سره قانون شته نه ھغوي په رواياتو چلېږي.
هغه اوویل چې په دې ايوان كښې لوي لوي سپيكرز تېر شوي خو د موجوده سپيكر په دور كښې رېكارډ قانون سازي شوې چې ددې مثال په د پاکستان په تیر وخت کښې نشته دي.

Leave a reply