صدر پاکستان د پخواني آیی ایس آیی مشر سره الوداعي ملاقات کړې

0
83

باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان صدر ډاكټر عارف علوي سره د آئي اېس آئي پخواني ډائرېكټر جنرل لېفټيننت جنرل فيض حميد د مخه ښې ملاقات كړې دې.

د پاکستان صدر، ايوان صدر لخوا جاري شوي په یو خبر پانړه کښې ویل شوي دي چې په دې ملاقات كښې صدر مملكت د هېواد امنيت لپاره د آئي اېس آئي ډائرېكټر جنرل د لېفټيننټ جنرل فيض حميد خدمتونه په ډیرو ښو ټکو کې وستایل .
په خبر پانړه کې زیاتوي چې په دې موقع صدر ډاکټر عارف علوي د لېفټيننټ جنرل فيض حميد لپاره د كور كمانډر پېښورپه توګه ټاکلو او ددوی په نوو ذمه وارو په اړه ی هم د نيكو هيلو څرګندونه وكړه.
د یادونې ده چې څو ورځې وړاندې د لیفټننټ جنرل فیض په آیی ایس آیی د مشرې وظیفې نه لرې کولو په اړه په رسنیو داسې رپورټونو خپاره شوي وو چې د وزیراعظم عمران فوځې چارواکو سره څه اختلافات پیدا شوي وو خو دا ګونګوسی بیا چارواکو رد کړي وو چې د وزیراعظم او اړوند ادارو ترمینځ هیڅ کوم اختلافات او نښته نشته.

Leave a reply