پاکستان کښې زوړ د ټاکنو نظام ختم شو: چوهدري فواد حسین

0
158

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان په پارلیمان کښې د اطلاعاتو وفاقی وزیر چوهدري فواد حسین په یو بیان کښې ویلي دې چې پاکستان کښې زوړ د ټاکنو نظام ختم شو او وس په دې هیواد کښې جدید الیکټرانک ووټنګ سسټم راغلې چې دې سره به په ټاکنو کښې ټګي پای ته ورسي.

چوهدري فواد حسین د پارلیمنټ نه بهر خبریالانو سره په خبرو کې اوویل چې راتلونكې ټول ټاكنې به په اي وي اېم كولې شي هغه زیاته کړه چې د انتخابي اصلاحاتو په اړه اپوزېشن منفي رويه خپله كړی وه.
چوهدري فواد اوویل چې په پارليمان كښې د 70 بلونو په منظورۍ اپوزېشن 70 ځله ماتې سره مخ شوے دې او هغه زیاته کړه چې د مارشل لاﺀ په غېږه كښې د پاللے شوو سياست تل د نورو په اوګو پاتې دې.
وفاقي وزیر اوویل چې د اپوزېشن شيډول دا وي چې يوه اونۍ د پوځ په ضد بيانونه وركول پیل کړي بیا بله اونۍ پوځ سره ډيل كوی او بیا په درېمه اونۍ د عدليې په ضد ودرېدل دي او په عدالت بریدونه پیل کړي، هغه زیاته کړه چې په څلورمه اونۍ عدليې سره جوړ جاړې او ډیل وکړي.

Leave a reply