ټامې وېسټ د ملا هیبت الله د هغۀ فرمان هرکلی کړی چې د ښځو د حقوقو پۀ اړه یې صادر کړی دی

0
103

ټام وېسټ د ملا هیبت الله د هغۀ فرمان هرکلی کړی چې د ښځو د حقوقو پۀ اړه یې صادر کړی دی 

نوموړي په دغه فرمان کې ویلي، چې د واده پر مهال د ځوانو نجونو رضایت یو اساسي شرط دی. په دغه فرمان کې د ښځو او نجونو د کار او زده کړې حق او په حکومت کې د هغوی د ونډې له يادولو پرته صادر شوی دی.

 

(2021 / 12 / 4   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام ویسټ د شنبې په ورځ په یوه ټوېټ کې وویل چې د طالبانو د مشر ملا هبت الله د ښځو د حقونو په ځانګړي ډول د واده او میراث د حق په اړه د نوي فرمان هرکلی کوي.

همدارنګه هغه ټینګار کړی چې د افغاني ټولنې په هره برخه کې د ښځو د حقونو د تامین لپاره باید لا ډېر کار وشي، چې په کې د تعلیم، زده کړې، کار، سیاسي ګډون او د بیان د ازادۍ حق هم شامل دی.

د یادولو وړ ده چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د هغوی مشر ملا هیبت الله د جمعې په ورځ د قوس په ۱۲ مه یو فرمان صادر کړ چې پکې د ښځو او نجونو د حقوو د عایت په اړه پکې د جدي راعیت امر شوی ؤ.

اړوند موضوعات: 

د ا.ا.ا رئیس الوزرا ملت ته پۀ لومړنۍ وینا کې وویل چې ښځو ته نسبي حقوق ورکړل شوي؛ نور به هم ورکړل شي 

نوموړي په دغه فرمان کې ویلي، چې د واده پر مهال د ځوانو نجونو رضایت یو اساسي شرط دی. په دغه فرمان کې د ښځو او نجونو د کار او زده کړې حق او په حکومت کې د هغوی د ونډې له يادولو پرته صادر شوی دی.

 

Leave a reply