د سپورټس روزنیز مرکزونو د رجسټریشن تاریخ وغځول شو

0
39

باغي ټي وي رپورټ
د خیبر سپورټس ډیپارټمنټ د خیبر سپورټس ډیپارټمنټ سره د اکیډمۍ (کرکټ، فټبال، مارشل آرټ، والی بال، بیس بال، هاکي) د رجسټریشن نیټه تر 15 دسمبر 2021 پورې غځولې
ده.
د لوبغاړو په زور د خيبر سپورټس ډپارټمنټ د رجسټريشن نيټه غځولې ده ولې چې لوبغاړي او اهلکار په بيلابيلو ايونټونو کښې مصروف وو، له دې وجهې لوبغاړو او د روزنیز مرکزونو استاذانو د خيبر سپورټس ډيپارټمنټ سپورټس افسر راحد ګل ملاګوري نه ئي د رجسټريشن نيټه غځولو غوښتنه وکړه چې دا اومنله او تاریخ یو بل ورکړو.
د اکیډمۍ ټولو مالکانو او د ټیم مالکانو ته مشوره ورکول کیږي چې د دفتر نه جاري بیان مطابق دا نیټه وس کولې شي چې تر 15 دسمبر 2021 پورې د خیبر سپورټس ډیپارټمنټ سره خپلې اکاډمۍ او ټیمونه رجسټر کړي ترڅو په مختلفو موقعو د سپورټس ډیپارټمنټ لخوا دوی ته د لوبو اسانتیاوې برابرې شي.
……………………………………………

Leave a reply