د ا.ا.ا رئیس الوزرا ملت ته پۀ لومړنۍ وینا کې وویل چې ښځو ته نسبي حقوق ورکړل شوي؛ نور به هم ورکړل شي
د ا.ا.ا رئیس الوزرا ملت ته پۀ لومړنۍ وینا کې وویل چې ښځو ته نسبي حقوق ورکړل شوي؛ نور به هم ورکړل شي
نوموړي افغانستان کې د روان اقتصادي ناورین په هکله وویل، چې هېواد کې نیستي او بېکاري د طالبانو له راتګ مخکې هم موجوده وه. هغه خلکو ته په خطاب کې وویل، چې د رزق وعده دوی ته امارت نه ده ورکړې، بلکې رزق ورکوونکی خدای تعالی دی.
(2021 / 11 / 28 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د طالبانو رییس الوزرا ملا محمد حسن اخوند ولس ته په خپله لومړنۍ وینا کې ویلي، چې د دوی اوسنی نظام تر پخواني هغه ډېر ټولشموله دی.
ملا حسن اخوند په نیم ساعته غږیز پیغام کې ویلي، چې د امارت حکومت تر پخوانیو هغو ډېر ټولشموله دی، ځکه په خبره یې په دې حکومت کې د هر قام او ژبې خلک شته.
نوموړي په افغانستان کې د روان اقتصادي ناورین په هکله وویل، چې هېواد کې نیستي او بېکاري د طالبانو له راتګ مخکې هم موجوده وه. هغه خلکو ته په خطاب کې وویل، چې د رزق وعده دوی ته امارت نه ده ورکړې، بلکې رزق ورکوونکی خدای تعالی دی.
د طالبانو لومړي وزیر د ښځو او نجونو د حقونو او زدهکړو په اړه وویل، چې په افغانستان کې د ښځو تعلیم په ښه ډول روان دی او هڅې روانې دي چې لا نور هم ښه شي.
هغه وویل:
“طالبانو د تېرو حکومتونو برعکس افغانستان کې د ښځو پت او عفت خوندي کړی، او ژر به یې نور حقوق هم ورکړل شي. پر مسلمان نر وي او که ښځه زدکړه فرض ده خو هغه شرعي علوم دي او نور علومو ته که وخت پیدا شي او موقع برابره وي مشکل نه وي، هر څوک کولی شي چې تر خپل وس او طاقت پورې علم وکړي.”
نوموړي دغه راز خپلو سرتېرو او د حکومت کارکوونکو ته سپارښتنه وکړه چې پر خلکو مهرباني وکړي او له کبر ځان وساتي. ملا حسن اخوند پر نورو پر طالبانو غږ کړی چې د واک پر ترلاسه کولو دې شکر وکړي او له افغانانو سره دې ښه او مهربانه چلن وکړي.
اړوند موضوعات:
د سرپرست رئیس الاوزرا په مشرۍ د کابینې غونډه ترسره شوه
هغه په خپله وینا کې دا هم وویل، چې د هېڅ هېواد په داخلي چارو کې به لاسوهنه ونه کړي.
د یادونې ده چې د طالبانو تر راتګ وروسته دا لومړی ځل دی چې د طالبانو رییس الوزرا ولس ته په غږیز ډول وینا کوي.