د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې پۀ پښو ولاړ افغانستان د ټولې سیمې د ثبات پۀ مانا دی
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې پۀ پښو ولاړ افغانستان د ټولې سیمې د ثبات پۀ مانا دی
د یادونې ده چې متقي د افغان دولت په استازیتوب په اسلام اباد کې د اسلامي همکارۍ سازمان په نوښت جوړېدونکې ناسته کې د ګډون په موخه نن سهار پاکستان ته تللی دی.
(2021 / 12 / 18 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د افغانستان ا.ا د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي وایي چې پر خپلو پښو ولاړ افغانستان د ټولې سیمې او نړۍ په ګټه دی.
هغه په اسلام اباد کې یو خبري کنفرانس ته په خبرو کې ټینګار کړی دی چې دوی له ټولې سیمې او نړۍ سره دوستانه روابط غواړي او ټینګار کوي چې د افغان حکومت ځواکمتیا د ټولې سیمې او نړۍ په ګټه او کمزورتیا یې د ټولو په زیان ده.
متقي څرګنده کړې ده چې پر همدې بنسټ نړۍ باید د دوه اړخیز درناوي پر بنسټ افغانستان سره د اړیکو ښه کولو ته رامخته شي.
هغه دغه راز ویلي چې واک ته د ا.ا تر رسېدو وروسته په افغانستان کې د جګړې له امله د تلفاتو شمیره صفر ته رسیدلی دی.
اړوند موضوعات:
د ترکیې ولسمشر ویلي چې افغانستان کې سوله او ثبات د ټولو اسلامي هېوادونو هیله ده
د یادونې ده چې متقي د افغان دولت په استازیتوب په اسلام اباد کې د اسلامي همکارۍ سازمان په نوښت جوړېدونکې ناسته کې د ګډون په موخه نن سهار پاکستان ته تللی دی.