د ترکیې ولسمشر ویلي چې افغانستان کې سوله او ثبات د ټولو اسلامي هېوادونو هیله ده 

0
114

د ترکیې ولسمشر ویلي چې افغانستان کې سوله او ثبات د ټولو اسلامي هېوادونو هیله ده 

د اسلامي همکاريو سازمان د پارلماني ټولنې غونډه پرون جوړه شوې وه. د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان یادې غونډې ته ویلي، چې په افغانستان کې سوله او ثبات د اسلامي هېوادونو ګډه هیله ده.

 

(2021 / 12 / 11  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د ترکیې ولسمشر د اسلامي همکاریو سازمان د پارلماني ټولنې په غونډه کې ویلي چې هېواد یې په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټینګښت پلوی دی.

د اسلامي همکاريو سازمان د پارلماني ټولنې غونډه پرون جوړه شوې وه. د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان یادې غونډې ته ویلي، چې په افغانستان کې سوله او ثبات د اسلامي هېوادونو ګډه هیله ده.

هغه زياته کړه چې هېواد به يې له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي. له هغه وخته چې طالبان واک ته ورسېدل، د ترکیې مرستندویه ډلو په زیاته اندازه مرستې افغانانو ته استولې دي.

ترکي چارواکو هم په وار وار په افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه خبرداری ورکړی دی.

اړوند موضوعات: 

وزیر خارجه ترکیه: در برابر افغانستان بی‌تفاوت نمی‌مانیم

سربیره پردې، اردوغان د پناه غوښتونکو، په ځانګړې توګه د افغان کډوالو د یوې نوې څپې په اړه خبرداری ورکړ.

هغه وویل، هېواد یې ترکیې او اروپايي هېوادونو ته د افغان کډوالو د تېښتې د یوې نوې څپې نښې ویني. اردوغان وویل چې ترکیه دا مهال د افغانانو په ګډون د څلور میلیونو کډوالو کوربه دی.

Leave a reply