نړۍواله بانک د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ افغانستان ته د۲۸۰ میلیونه ډالره د لېږد پرېکړه کړې ده

0
107

نړۍواله بانک د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ افغانستان ته د۲۸۰ میلیونه ډالره د لېږد پرېکړه کړې ده

دا د افغانستان د بیارغونې وجهي صندق د کنګل شوېو پیسو له ډلې دي چې د نړیوال بانک په خبره د همدې روان زیږدیز کال تر پایه، یعنې پۀ روانه میاشت کې به افغانستان ته ولېږدول شي.

 

(2021 / 12 /  11   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور

نړیوال بانک اعلان کړی چې مرسته کوونکو تایید کړې چې د افغانستان له کنګل شوې شتمنۍ دې ۲۸۰ میلیونه ډالر افغانستان ته انتقال شي.

دغه بانک ویلي چې دا پیسې به افغانستان کې د ملګرو ملتونو دوه مرسته کوونکو ادارو ته ورکول کېږي چې بشري ناورین سره مبارزه وشي.

دا د افغانستان د بیارغونې وجهي صندق د کنګل شوېو پیسو له ډلې دي چې د نړیوال بانک په خبره د همدې روان زیږدیز کال تر پایه، یعنې پۀ روانه میاشت کې به افغانستان ته ولېږدول شي.

د خلاصو شویو پیسو له حسابه ۱۸۰ میلیونه ډالر د خوړو نړیوال پروګرام ته ورکول کېږي چې د خوړو پر خوندیتوب او د خوارځواکۍ پر مخنیوي یې مصرف کړي.

اړوند موضوعات: 

راتلونکې یوې اونۍ کې نړۍوال بانک افغانستان ته د ۲۸۰ میلیونه ډالرو د لېږد پۀ اړه پرېکړه کوي

پاتې سل ۱۰۰ میلیونه ډالره نورې پیسې د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندق ته ورکول کېږي چې اساسي روغتیایي خدمتونه پرې برابر کړي.

Leave a reply