د هندي رسنیو د خبر پۀ حواله؛ هند ۱۱۰ هندوان او سکان لۀ افغانستان څخه وړي دي 

0
97

د هندي رسنیو د خبر پۀ حواله؛ هند ۱۱۰ هندوان او سکان لۀ افغانستان څخه وړي دي 

د راپورونو له مخې، په دې الوتکه کې د افغانستان له تاریخي ګوردوارو او د هندوانو د مذهبي اثارو د رامانایا، مهابھارت او بهګاواد ګیتا په ګډون د لرغونو اثارو درې برخې هم په دې الوتکه کې له کابل څخه هند ته وړل شوي دي.

 

(2021 /  12 / 11  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

هندي رسنیو خبر ورکړی، چې د هند حکومت تر سلو ډېر هندوان او سکهان له افغانستانه ایستلي دي.

هندوستان ټایمز وځپاڼې ویلي، چې د افغان هندوانو او سکانو یوه ۱۱۰ کسیزه ډله نن په یوه چارټر الوتکه کې ډیلي ته ورسېده.

د راپورونو له مخې، په دې الوتکه کې د افغانستان له تاریخي ګوردوارو او د هندوانو د مذهبي اثارو د رامانایا، مهابھارت او بهګاواد ګیتا په ګډون د لرغونو اثارو درې برخې هم په دې الوتکه کې له کابل څخه هند ته وړل شوي دي.

له تیرې اګست میاشتې راهیسې په افغانستان کې د وروستیو بدلونونو وروسته د هند حکومت ۵۶۵ هندوان او سکهان خپل هېواد ته لیږدولي دي.

Leave a reply