پوهنې وزارت د لوګر پوهنې ریاست ته څه باندې ۲۰۰ زره ټوکه کتابونه سپارلي.

پوهنې وزارت د لوګر پوهنې ریاست ته څه باندې ۲۰۰ زره ټوکه کتابونه سپارلي.
8 جنوري 2023
د لوګر د پوهنې ریاست مسوولین وایي، چې د پوهنې وزارت له لوري دغه ریاست ته ۲۰۳ زره ۸۱۹ ټوکه کتابونو سپارل شوي دي.
د لوګر د پوهنې رياست وياند شاپور عرب وويل، چې دغه درسي کتابونه د پوهنې ریاست د مسوولینو د غوښتنو پر اساس د پوهنې وزارت څخه رالېږل شوي، چې په کې له لومړي ټولګي څخه تر دولسم ټولګي پورې په پښتو او دري ژبو کتابونه شامل دي.
عرب ﺯياته کړه؛ چې دغه درسي کتابونه په لوړ کیفیت د پوهنې وزارت لخوا نوي چاپ شوي، چې په وېشلو سره به یې د زده کوونکو د کتابونو د کمښت ستونزه تر ډېره بريده هواره شي.
اړوند موضوعات
د مهاجرينو چارو او پوهنې وزارت ترمنځ د زده کړو او نورو همکاريو هوکړه لاسلیک شوه.
د نوموړي په وینا، ښوونځيو کې د زده کوونکو د درسي کتابونو د کمښت ستونزې د حل په موخه به نږدې راتلونکي کې ۲۹۶ زره ۸۱۸ ټوکه نور درسي کتابونه هم د لوګر پوهنې رياست ته وسپارل شي.






