د مهاجرينو چارو او پوهنې وزارت ترمنځ د زده کړو او نورو همکاريو هوکړه لاسلیک شوه.

د مهاجرينو چارو او پوهنې وزارت ترمنځ د زده کړو او نورو همکاريو هوکړه لاسلیک شوه.
19 دسمبر 2022
د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزير خليل الرحمن حقاني او د پوهنې وزير مولوي حبيب الله آغا د همکاريو هغه هوکړه ليک لاسليک کړ، چې له مخې به يې د دواړو ادارو ترمنځ همکاري په ليکلي ډول دوام ومومي.
دياد هوکړه ليک د لاسليک موخه د مهاجرت څخه هېواد د راستنېدونکو زده کوونکو لپاره د ښوونې او روزنې زمينه برابرول او همدارنګه د هغه ښوونځيو نه څارنه چې د هېواد په يوشمېر سيموکې د نړيوالو بنستونو له لورې جوړېږي.
د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزير د دغه هوکړه ليک د لاسليکولو پر مهال د راستنېدونکو زده کوونکو د ښوونې او روزنې پر دوام ټينګار وکړ ويې ويل، د هوکړه ليک په لاسليکولو سره به راستنېدونکو زده کووونکو ته د زده کړو په برخه کې اسانتياوې رامنځ ته شي د راستنېدونکو د اسنادو د ثبتولو په طی مراحلو کې د وخت د ضايع کېدو د مخنيوي لپاره اړينه ده، چې د ښوونځيو د جوړولو لپاره ځانګړې شوې بوديجه وکارول شي، چې دا په هېواد کې د ننه د ښوونځيو د ودانيو د ښه څارنې په برخه کې د اهميت وړ ده.
اړوند موضوعات
تیره ورځ د مهاجر یا کډوال نړیواله ورځ د کډوالو چارو وزارت له لورې ولمانځل شوه.
د پوهنې وزير ددې ګډې پرېکړې د هرکلي پر مهال وويل، له دې هوکړه ليک سره به له يوې خوا د راستنېدونکو زده کوونکو لپاره د زده کړې او روزنې زمينه برابره شي او له بلې خوا به په ولايتونوکې د ښوونځيو د جوړولو د پروژو په پلي کولو سره په لويه کچه د زده کړو زمينه برابره شي او په هېواد کې به بې روزګاره کسانو ته د کار زمينه برابره شي.





