الکوزی:افغانستان ته د پاکستان صادرات کم شوي دي

0
101

الکوزی:افغانستان ته د پاکستان صادرات کم شوي دي

د دې خونې د اداري پلاوي غړی خان جان الکوزی وايي، له پاکستان څخه د تازه مېوو ډېره برخه، سکاره، اوسپنه د افغانستان له لارې د منځنۍ اسیا هېوادونو په ځانګړې توګه ازبکستان ته لېږدول کېږي.

له پاکستان څخه افغانستان ته د صادراتو کچه په داسې حال کې کمه شوې، چې د پاکستان له خوا د مالیاتو د زیاتوالي له امله د افغان سوداګرو ګڼ ملکیتونه تړل شوي دي.

 

(2023 / 1 / 8    نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت چارواکي وايي، له پاکستان څخه افغانستان ته د صادراتو کچه د پخوا په پرتله کمه شوې او برعکس پاکستان ته د افغانستان صادرات زیات شوي دي.

د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد وايي، د ۱۴۰۱ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې له پاکستان څخه افغانستان ته د ۸۵۸ میلیونه ډالرو په ارزښت توکي وارد شوي دي.

د جواد په خبره، له پاکستان څخه وارد شوي عمده توکي سمنټ، وريجې او تازه مېوې دي.

بل خوا د سوداګرۍ او پانګونې خونې چارواکي زیاتوي، چې د ۲۰۲۱ کال په پرتله په ۲۰۲۲ کال کې د افغانستان له لارې منځنۍ اسیا ته د پاکستان د مالونو د لېږد کچه لوړه شوې ده.

د دې خونې د اداري پلاوي غړی خان جان الکوزی وايي، له پاکستان څخه د تازه مېوو ډېره برخه، سکاره، اوسپنه د افغانستان له لارې د منځنۍ اسیا هېوادونو په ځانګړې توګه ازبکستان ته لېږدول کېږي.

اړوند موضوعات:

په تورخم پوله افغانستان ته د پاکستان صادراتو کښې زیاتوالې راغلې دې

له پاکستان څخه افغانستان ته د صادراتو کچه په داسې حال کې کمه شوې، چې د پاکستان له خوا د مالیاتو د زیاتوالي له امله د افغان سوداګرو ګڼ ملکیتونه تړل شوي دي.

Leave a reply