په تورخم پوله افغانستان ته د پاکستان صادراتو کښې زیاتوالې راغلې دې

په تورخم پوله د پاکستان صادراتي توکو څخه ډک ګاړي په تورخم پوله ولاړ دي چې افغانستان ته داخل شي: فایل فوټو
نصیب شاه شینواري
له افغانستان سره د پاکستان د صادراتو له پرله پسې زیاتوالي وروسته سږ کال د تورخم له لارې صادرات د تېر کال په پرتله دوه چنده شوي دي، په تېرو درېیو میاشتو کې له افغانستان سره د تورخم له لارې د ۱۶۱ میلیونه ډالرو په ارزښت صادرات شوي.
له ازبکستان وروسته له تاجکستان سره د ترانزیتي تړون له مخې به د تورخم له لارې هره میاشت ۱۵۰ زره بار وړونکو موټرو تګ راتګ وشي.
دې خيالاتو څرګندونه د خیبر پښتونخوا ګمرکاتو كلكټر محمد سلیم ځایی خبریالانو سره د خبرو په مهال وكړه۔ هغه زياته کړه، چې له افغانستان سره د پاکستاني محصولاتو صادرات په پرله پسې ډول مخ په زياتېدو دي او د تېر کال په درېيو مياشتو کې، د جولای، اګست او سپټمبر په مياشتو کې د تورخم له لارې د ٩٠ ميليونو ډالرو صادرات شوي، چې د صادراتو کچه په کې زياته شوې ده او د روان کال په وروستیو دریو میاشتو کې ۱۶۱ ملیون ډالرو ته رسیدلې، د پاکستان کسټم چارواکو مطابق له دې لارې ملي خزانې ته په ټولیز ډول (درې ینم ) ۳،۲ میلیونه ډالره عواید جمع شوي دي.
د ګمرکونو رئیس محمد سلیم زیاته کړه، چې له افغانستان سره د سوداګرۍ په پالیسیو کې نرمښت ، په تورخم کې د عصري ترمینل جوړول او د ITTMS د فعالیت له امله دوه اړخیز تجارت په دوامداره توګه وده کوي او ډیر زر به د تورخم پوله په سیمه کې د سوداګریزو فعالیتونو په یو لوی مرکز بدله شي. هغه زياته کړه، چې له ازبکستان وروسته له تاجکستان سره د ترانزيټي تړون په صورت کې به يوازې د تورخم له لارې هره ورځ په اوسط ډول پنځه زره بار وړونکي او په مياشت کې ١٥٠ زره بار وړونکي موټر تګ راتګ وکړي.
هغه وويل، له افغانستان څخه واردات هم زيات شوي او د تېر کال د جولای، اګسټ او سپټمبر په درېيو مياشتو کې ١٨٨٦٦ موټر وارد شوي، په داسې حال کې چې د روان کال په درېيو مياشتو کې د وارداتو کچه ٢٦٧٧٢ موټرو ته لوړه شوي دی.
زیاته کړه، چې له افغانستان او د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره د دوه اړخیزې سوداګرۍ په پراختیا سره به میلیونونو وګړو ته د کار زمینه برابره شي او په ملکي صنعت به ددې ډیر مثبته اغیزه وشي.
…………………….






