د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال د یو شمیر لوړوپوړو مشرانو په ملتیا د کنړ سیند څخه لیدنه ترسره کړه.

0
179

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال د یو شمیر لوړوپوړو مشرانو په ملتیا د کنړ سیند څخه لیدنه ترسره کړه.

7 جنوري 2023

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند تیره ورځ کنړ ولایت ته سفر وکړ.

 

خبر زیاتوي په دې سفر کې د اقتصادي مرستیال ملابرادر اخند سره د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست، د کورنیو چارو وزارت مرستیال صدر ابراهیم، د کورنیو چارو وزارت له نشه یی توکو سره د مبارزې معین او یو شمېر نور مسؤلین ملګري ؤ.

 

ملا برادر اخند د ګډ پلاوي او د ننګرهار ولایتي مسؤلینو په ملتیا د کنړ سیند، د ناکامورا له لوري جوړ شوي کانالونو او یو شمېر نورو پروژو څخه لیدنه وکړه او مسؤلينو ته يې د چارو د لاښه والي په موخه لازمې سپارښتنې وکړې.

اړوند موضوعات

اقتصادي کمیسیون پریکړه کړې چې د هیواد هر بندر کې دې د خوړو او درملو د معاینې مرکزونه جوړ شي.

 

اقتصادي مرستیال له کنړ سیند څخه د لیدنې تر څنګ د ناکامورا په هڅو جوړ شوي کانالونه حیاتي وبلل او د رامنځته شويو نوښتونو له امله یې د مسؤلينو د هڅو قدرداني وکړه.

Leave a reply