اقتصادي کمیسیون پریکړه کړې چې د هیواد هر بندر کې دې د خوړو او درملو د معاینې مرکزونه جوړ شي.
اقتصادي کمیسیون پریکړه کړې چې د هیواد هر بندر کې دې د خوړو او درملو د معاینې مرکزونه جوړ شي.
5 جنوري 2023
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا برادر اخند په مشرۍ تیره ورځ د اقتصادي کمیسیون غونډه وشوه چې د نورو پریکړو تر څنګ پکې د خوړو او درملو د معاینې لپاره د مرکزو جوړولو پریکړه هم وشوه.
یاده غونډه کې پرېکړه وشوه چې د کندهار، ننګرهار، هرات او بلخ ولایتونو په شمول، د افغانستان په هر بندر کې دې د خوړو، درملو او نورو توکو د معاینې په موخه واحد کمپلکس جوړ شي او هره اړونده اداره دې په نوموړو کمپلکسونو کې خپل لابراتوارونه فعال کړي.
د یادو کمپلکسونو د ودانیزو چارو د ترسره کولو او د معاینو د اجراء کولو عملیاتي چارې دې خصوصي شرکتونو ته په عامه-خصوصي اوږدمهاله قراردادونو ورکړل شي. د یادې چارې تر بشپړېدو دې د خوړو او درملو د معاینې چارې د خوړو او درملو ادارې له خوا د پخوا په شان پر مخ ځي.
اړوند موضوعات
د خوړو او درملو اداره دې په ښارونو کې د خوړو او درملو د معاینې په موخه د خوړو ۸ او د درملو ۴ لابراتوارونو قراردادونه خصوصي شرکتونو ته د داوطلبۍ له پاره وړاندې کړي.
حمادشیرزاد