د خوړو او درملو ملي اداره: په کندهار کې د خوراکي او درملو د کیفیت د معلومولو لپاره د لابراتوار د جوړولو چارې پیل شوې

0
197

د خوړو او درملو ملي اداره: په کندهار کې د خوراکي او درملو د کیفیت د معلومولو لپاره د لابراتوار د جوړولو چارې پیل شوې

د دې ادارې مشر عبدالباري عمري وايي، دغه لابراتوار به په جنوبي ولایتونو کې د بې کیفیته درملو د استعمال د مخنیوي او د خوراکي توکو د کیفیت د ښه والي په برخه کې اغېزمن ګامونه پورته کړي. اوس مهال په کابل، هرات، ننګرهار او مزار ولایتونو کې لابراتوارونه د نړیوالو موسسو په مالي او تجهیزاتي مرسته جوړ شوي دي.

 

(2022 / 11 / 20    نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د ا.ا. د سرپرست حکومت د خوړو او درملو ملي اداره وايي، په کندهار ولایت کې یې د خوراکي او درملو د کیفیت د ازمایښت د لابراتوار د جوړولو کار پیل کړی دی.

د دې ادارې مشر عبدالباري عمري وايي، دغه لابراتوار به په جنوبي ولایتونو کې د بې کیفیته درملو د استعمال د مخنیوي او د خوراکي توکو د کیفیت د ښه والي په برخه کې اغېزمن ګامونه پورته کړي.

اړوند موضوعات:

ننګرهار کې د خوړو او درملو ملي ادارې ۵۰ټنه بې کیفیته او تاریخ تیر درمل او خوراکي توکي هدر کړل.

اوس مهال په کابل، هرات، ننګرهار او مزار ولایتونو کې لابراتوارونه د نړیوالو موسسو په مالي او تجهیزاتي مرسته جوړ شوي دي.

Leave a reply