د ریاست الوزراء له لورې ټاکل شوي هیئت تخار او کندز کې د آمو سیند د تخریباتو څخه د جوړولو په موخه لیدنه ترسره کړه.
د ریاست الوزراء له لورې ټاکل شوي هیئت تخار او کندز کې د آمو سیند د تخریباتو څخه د جوړولو په موخه لیدنه ترسره کړه.
6 جنوري 2023
د افغانستان اسلامي امارت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د زراعت وزارت تر سرپرستي لاندي یو لوړ رتبه هيئت چې د اوبو او انرژۍ، کانونو او پټروليم او ځينو نورو وزارتونو د مرستيالانو په شمول يې د سرحدونو چارو وزارت د سرحدي پلټنو سرپرست معين مولوي محمد اسماعيل غزنوي هم ملتيا کوله تخار او کندز ولايتونو ته سفر وکړ.
خبر زیاتوي چې د کابينې د پريکړې پر بنسټ ياد لوړ رتبه هيئت د آمو سيند تخريباتو د مخنيوي، تحکيماتو جوړولو، آسيب پذيره نقاطو په نښه کولو او د د مصارفو د تخميني محاسبې په موخه د تخار او کندز ولايتونو له سرحدي ولسواليو څخه ليدنه وکړه.
اړوند موضوعات
د سرحدونو چارو وزرات تر مشرۍ لاندې لوړپوړي امارتي پلاوي غزني ته د قومونو د شخړو حل په موخه سفر وکړ.
د يادونې وړ ده چې د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو وزارت څخه د سرحد مېشتو قومونو د پرلپسې غوښتنو په ځواب کې اسلامي امارت مشرتابه ياد هيئت تعين کړی تر څو په راتلونکي کې د آمو سيند د تخريباتو مخه ونيول شي او د خلکو ستونزې هواري شي.