د سرحدونو چارو وزرات تر مشرۍ لاندې لوړپوړي امارتي پلاوي غزني ته د قومونو د شخړو حل په موخه سفر وکړ.

0
101

د سرحدونو چارو وزرات تر مشرۍ لاندې لوړپوړي امارتي پلاوي غزني ته د قومونو د شخړو حل په موخه سفر وکړ.

29 دسمبر 2022

 

د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو تر سرپرستي لاندي د زراعت، داخله، لويې څارنوالۍ او استخباراتو لوی رياست د لوړپوړو استازو څخه مشتمل هيئت غزني ولايت ته سفر تر سره کړ.

 

ياد هيئت چې څه موده وړاندې د رياست الوزراء له خوا د څړځايونو او زراعتي ځمکو پر سر د کوچيانو او ځايي خلکو تر منځ د اوږدمهاله شخړو د حل په موخه ټاکل شوی وو.

 

دغه پلاوي د غزني ناور سيمې د شخړې د حل په موخه د غزني ولايت په مقام کې له کوچيانو او ځايي هزاره ګانو له يو شمېر مشرانو سره داسي مهال چي د غزني والي محمد اسحاق اخندزاده او د سرحداتو رئيس مولوي اسحاق ادريس هم موجود وو وکتل.

 

د پلاوي مشر ښاغلي نوري راغلو مشرانو ته د منازعې د اساسي حل موندل د ا.ا.ا دنده او وجيبه وبلله او زياته يې کړه که تاسو همکاري وکړئ او دواړه اړخه د اساسي حل لپاره د جزياتو پر ځای عمومي موضوعاتو ته اوليت ورکړئ نو هره معضله او ستونزه حل پيدا کوي.

اړوند موضوعات

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر د هلمند د کوچیانو یو شمیر مشرانو او مخورو سره ولیدل.

د يادونې وړ ده چې په دې هيئت کې د سرحدونو،قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزير ملا نورالله نوري برسېره د زراعت وزارت معين مولوي فضل الباري فضلي، د استخباراتو لوی رياست مرستيال حاجي نجيب او د لويې څارنوالۍ نماينده مولوي عبيدالله صاحب غړيتوب درلود.

Leave a reply