د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر د هلمند د کوچیانو یو شمیر مشرانو او مخورو سره ولیدل.

0
171

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر د هلمند د کوچیانو یو شمیر مشرانو او مخورو سره ولیدل.

28 دسمبر 2022

 

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزیر ملا نورالله نوري نن د خپل کار په دفتر کې د هلمند ولایت د کوچیانو له يو شمېر قومي مشرانواو مخورو سره وکتل.

 

په دې کتنه کې مولوي معروف اسحاقزي د نورو په استازیتوب خبرې وکړې او وی ویل د قومونو ترمنځ د انسجام په برخه کې د وزرات مقام له هڅو مننه وکړه او خوښي يې څرګنده کړه او د مالدارۍ، پوهنې او کرنې په برخو کې یې یو لړ سیمه ییزې ستونزې د حل به موخه شریکې کړې.

 

د سرحدونو، قومونو اوقبایلو چارو وزیر ښاغلي ملا نورالله نوري د یادو مشرانو له راتګ څخه مننه وکړه او وی ویل اسلامي امارت او نظام په ټولوخلکواو قشرونو پورې اړه لري.

اړوند موضوعات

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت اړوند لېسو د دولسمو ټولګیو د فراغت غونډه ترسره شوه.

 

ښاغلي نوري زیاته کړه چې د قومونو ستونزو او اړتیاوو ته رسیدګي خپله دنده بولم ، مشرانو ته یې ډاډ ورکړ چې غوښتنې اوستونزې به یې له اړوندو ارګانونو سره د حل په موخه شریکې کړي.

Leave a reply