د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت اړوند لېسو د دولسمو ټولګیو د فراغت غونډه ترسره شوه.

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت اړوند لېسو د دولسمو ټولګیو د فراغت غونډه ترسره شوه.
11 دسمبر 2022
په یاده غونډه کې د سرحدونو، قومونواو قبایلو چارو وزارت سرپرست وزیر ملا نورالله نوري، د وزارت مرستيال ولوي عبدالرحمان حقاني، د وزارت رئیسانو، د لېسو تدریسي او اداري مسؤلینو، دیني علمانو، د زده کوونکو کورنیو ګډون کړی وو.
لومړی د رحمان بابا عالي لیسې امر ښاغلي مولوي عزیز احمد لخوا ټولو راغلو مېلمنو ته ښه راغلاست وويل شو.
ورپسې د ښوونې او روزنې چارسنبال رئیس ښاغلي عبدالرحمن رحماني په خبرو کې زده کوونکي راتلونکو مسؤلیتونو ته متوجه کړل له هغوی یې وغوښتل چې د هېواد د ځوان قشر په توګه چې هم د کورنۍ او هم د هېوادوالو سترګې وراوړي خپلو زده کړو ته په ډېرې لېوالتیا دوام ورکړي.
دیني عالم شیخ عبدالحمید حماسي هم د علم د حاصلولو پر ارزښت او اهمت خبرې وکړې او د زده کړې په ترلاسه کولو یې ټینګار وکړ، زیاته یې کړه د دیني او عصري زده کړو تر منځ هیڅ واټن نشته، هڅه دې وشي چې د دې دواړو تعلیمي ادارو تر مابین شته واټن هم ختم شي.
د وزارت مسلکي معین مولوي عبدالرحمان حقاني د وزارت له اړوند لېسو د تېر کال زده کوونکي چې د کانکور په ازموینه کې یې په لوړه کچه د لوړو زده کړو پوهنځیو ته لار موندلې وه بېلګه وړاندې کړه، له دوئ څخه یې وغوښتل چې راتلونکي د کانکور ازموینې ته ښه تیاری ونیسي تر څو د خپلې خوښې پوهنځیو ته لار پیدا او خپله وړتیا د هېواد په آبادۍ کې مصرف کړي.
په پاي کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزیر ملا نورالله نوري اوږدې خبرې وکړې ښاغلي نوري فارغ شويو زده کوونکو ته مبارکي وویله او زیاته يې کړه د خوښۍ ځای دی چې نن زموږ له لېسو څخه ګڼ شمېر فارغ زده کوونکي لرو د اسلامي امارت تر حاکميت راوروسته زموږ ښوونيزو مرکزونو لا غوړيدلي او د بهبود پر لور تللي او په راتلونکي کې به نور هم بهبود کوي.
اړوند موضوعات
د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت اړوند د خوست قبایلي لیسې د دولسم ټولګي د فارغانو غونډه ترسره شوه.
د غونډې په پای کې په ممتازو زده کوونکو ستاینلکونه اوتحفې هم ووېشل شول.





