افغان سرحدي ځواکونو د سپکو او درنو وسلو د ډزو په پایله کې ۶ پاکستاني وګړي شهیدان او ۱۷ نور ټپیان شوي دي
افغان سرحدي ځواکونو د سپکو او درنو وسلو د ډزو په پایله کې ۶ پاکستاني وګړي شهیدان او ۱۷ نور ټپیان شوي دي
باغی ټي وي رپورټ
په چمن کې پر ملکي وګړو د افغان سرحدي ځواکونو د سپکو او درنو وسلو د ډزو په پایله کې ۶ پاکستاني وګړي شهیدان او ۱۷ نور ټپیان شوي دي.
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو د څانګې (ISPR) په وینا، د پاکستان سرحدي ځواکونو د افغان سرحدي ځواکونو تیري ته مؤثر ځواب ورکړ، خو په سیمه کې یې د بې ګناه ملکي وګړو په نښه کولو څخه ډډه وکړه.
د آی ایس پي آر له مخې له پېښې وروسته پاکستان په کابل کې له افغان چارواکو سره هم تماسونه نیولي او په راتلونکي کې یې د دا ډول پېښو د مخنیوي لپاره د سختو اقداماتو غوښتنه کړې ده.
په دې لړ کې د لیویز چارواکو زیاته کړې چې پاک افغان پوله د هر ډول تګ راتګ لپاره بنده کړې شوې، دوه اړخیز تجارت معطل کړی شوی او کسټم هاؤس خالي کړی شوی دی.
د لیویز چارواکو په وینا د باب دوستي دواړو غاړو ته پاکستاني بار وړونکي او خالي ټرکونه بند پاتې دي.