سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د بدخشان واخان کې د ۶۰ کورنیو د خوراکي توکو مرسته کړی.

0
180

سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د بدخشان واخان کې د ۶۰ کورنیو د خوراکي توکو مرسته کړی.

6 جنوري 2023

 

د بدخشان ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست په غوښتنه او د کرنې او اوبولگونې رياست په مالي ملاتړ د واخان ولسوالۍ د قرغز قوم ٦٠ تنو هغو قرغزيانو ته چې د ژمنيو ورښتنو له امله يادې ولسوالۍ ته موصلاتي لارې تړل شوي او دوئ نشي کولاي خپلو کورنو ته ستانه شي خوراکو توکي وويشل شول.

 

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رئيس ښاغلي قاري ذبيح الله د يادو توکو د ويشلو پر مهال د کرنې او اوبو لگونې د رياست له همکاري څخه مننه وکړه او دغه راز يې له بهرنيو او داخلي خيريه موسسو څخه وغوښتل چې تم شويو قرغزيانو سره دې د اعاشې په برخه کې هر اړخيزې همکارۍ وکړي.

اړوند موضوعات

اسلامي امارت: د بدخشان واخان ولسوالۍ پامير میشتو خلکو سره ژمنۍ مرستې ترسره شوې.

 

ده يادونې وړ ده چې دغه مرسته کې د ١٠٠٠٠ افغانيو په ارزښت د خوراکي توکو په کڅوړو کې وړه، غوړي، چاى، بوره،شيدى، د سوند توکي او بخاري شامل وو.

Leave a reply