اسلامي امارت: د بدخشان واخان ولسوالۍ پامير میشتو خلکو سره ژمنۍ مرستې ترسره شوې.

0
134

اسلامي امارت: د بدخشان واخان ولسوالۍ پامير میشتو خلکو سره ژمنۍ مرستې ترسره شوې.

3 دسمبر 2022

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د اسلامي امارت د ریاست الوزراء له خوا د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت تر سرپرستي لاندې د ټاکل شوي هيئت له خوا هغه ژمنۍ مرستې چي شاوخوا اتلس قلمه خوراکي او غير خوراکي توکې پکې وو د لوی او واړه پامير نماينده ګانو ته وروسپارل شوې.

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د دفتر رئيس شيخ حضرت ولي حقاني، د اطلاعاتو اوعامه اړيکو رئيس ملا حمدالله فطرت د یاد وزارت د قومي چارو سلاکار امين الله پاميري او پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت د بشري زېرمو رئيس حافظ محمود الحسن چي د هيئت غړيتوب يې درلود او ورسره د بدخشان ولايت د همغږۍ هيئت چي د دفتر رئيس خيرالله حکيمي، د یاد ولايت د استخباراتو مرستيال انجنير عيد محمد عيار، د پېښو پر وړاندې مبارزې رئيس شيخ اکرم او ځيني نور مسؤلين پکې وو، د واخان ولسوالۍ ته سفر تر سره کړ.

 

خبر زیاتوي: ياد هيئت لومړی د واخان ولسوالۍ ګاز خان سيمې ته سفر وکړ او د لوی پامير د خلکو مشر او نماينده حاجي محمود ته يې مواد تسليم او د لارې د نشتون له کبله يې د ولي جان نومي کس په ګودامونو کې ذخيره کړل.

 

دغه راز ياد هيئت د ژمنيو مرستو د پاتي کاروان په ملتيا د کوچني پامير پر لور وکوچيد چې د سرحد بروغيل په سېمه کې د لارې د بندېدو له کبله تم شو او د کوچني پامير د خلکو دريو نماينده ګانو ته چې د شوراګانو مشر حاجي بوتو هم ورسره وو مواد وسپارل شول.

اړوند موضوعات

د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر: په لومړي ځل د پامیر خلکو ته مخابراتي خدمات رسول کېږي.

د يادونې وړ ده چې پاميريانو ته دا او دېته ورته مرستې له هغه وروسته ترسره کيږي چې تيره اسد مياشت کې الحاج ملا نورالله نوري يادې سيمې ته شپږ ورځنی سفر تر سره کړ او د خلکو ستونزې يې له مشاهدې سره سره ددوئ له خولې هم واورېدلې؛ د پاميري هيوادوالو ټولې ستونزې يې تر کابينې پورې ورسولې او دغو ژمنيو مرستو ترڅنګ تر دې مهاله د يوې پايې مخابراتي شبکې انتن،ورېښمو لارې د رغېدلو او د کلينکونو د ارتقا او تجهيزولو پرېکړې شوې.

Leave a reply