د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر: په لومړي ځل د پامیر خلکو ته مخابراتي خدمات رسول کېږي.

0
101

د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر: په لومړي ځل د پامیر خلکو ته مخابراتي خدمات رسول کېږي.

6 نومبر 2022

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست ملا نورالله نوري وایي چې د اسلامي امارت مشرتابه د پامير محرومې سيمې ته ځانګړې توجه کوي او په نږدې راتلونکې کې به د ورېښمو لارې پاتې کارونه پيل او بشپړ شي.

په خبره یې، ډير ژر به پامير له ترانسپورتي او مخابراتي لارو له مرکز سره وصل شي او د روغتیا او تعلیم برخو ته به یې هم ځانګړې پاملرنه وشي.

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت له لورې په تازه خبرپاڼه کې راغلي چې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست وزير ملا نورالله نوري نن په خپل دفتر کې د واخان ولسوالۍ له پاميري مشرانو سره وکتل.

اړوند موضوعات

 وزیر سرپرست دفاع به ولایت بدخشان سفر کرده است 

په دې کتنه کې ښاغلي نوري د پاميريانو نماينده ګانو ته زيری ورکړ چي ډير ژر به د ورېښمو لارې سړک کار پيل او د مخابراتي شبکې يوه پايه فعاله شي.

Leave a reply