مولوي عبدالکبیر: افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی، چې هر افغان پکې د ارام او سوکاله ژوند حق لري.

مولوي عبدالکبیر: افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی، چې هر افغان پکې د ارام او سوکاله ژوند حق لري.
6 جنوري 2023
نوموړي دا څرګندونې تیره ورځ د بامیان ولایت د امنیه قومندان سره د ملاقات پر وخت وکړې او زیاته یې کړه چې اسلامي امارت د خلکو خپل نظام او کور دی.
د ارګ څخه په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر تیره ورځ په سپېدار ماڼۍ کې د بامیان امنیه قوماندان مولوي صدیق الله سره وکتل.
په دې کتنه کې، مولوي صدیق الله د دې ولایت د امنیتي او ټولنیز وضعیت په اړه د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال سره معلومات شریک کړل.
نوموړي وویل، په دې ولایت کې امنیتي وضعیت د ډاډ وړ او خلک د اسلامي امارت له چلند څخه خوښ دي.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د بامیان امنیه قوماندان څخه د امنیت د تامین او ښې همغږۍ رامنځته کولو له امله مننه وکړه او وې ويل، افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور او اسلامي امارت د خلکو خپل نظام دی چې هر افغان پکې د ارام او سوکاله ژوند حق لري.
هغه زیاته کړه، اسلامي امارت به هیچاته اجازه ور نه کړي چې له هیوادوالو او په ځانګړې توګه له پخوانيو چارواکو سره له کوم شرعي دلیل پرته ناوړه چلند یا تبعیض وکړي.
اړوند موضوعات
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال تیره ورځ د ترکیې د جمعیة الانهار خیریه بنسټ له مشر سره ولیدل.
مولوي عبدالکبير غه راز نوموړي ته سپارښتنه وکړه، چې ټول امنیتي ځواکونه باید له خلکو سره ښه چلند وکړي.
حماد






