د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال تیره ورځ د ترکیې د جمعیة الانهار خیریه بنسټ له مشر سره ولیدل.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال تیره ورځ د ترکیې د جمعیة الانهار خیریه بنسټ له مشر سره ولیدل.
6 جنوري 2023
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر نن د ترکیې د جمعيةالأنهار خیریه مؤسسې مشر ښاغلي شیخ عبدالله الحليلي سره وکتل.
ښاغلي الحلیلي په افغانستان کې د اسلامي او شرعي نظام په ټينګښت خوشالي وښوده وې ويل، دا به د نورې اسلامي نړۍ لپاره يو مثال وګرځي.
نوموړي په افغانستان کې د خپلو تعلیمي او فرهنګي فعالیتونو په تړاو معلومات ورکړل وې ویل، افغانانو ته په خدمت وياړي.
مولوي عبدالکبیر د ياد بنسټ له فعاليتونو مننه وکړه وې ويل، افغانان جګړو او فقر ځپلي او شديدو مرستو ته اړتيا لري.
اړوند موضوعات
د ریاست الوزرا اداري مرستیال د ترکیې د جمعیت الانهار خیریه موسسې رئيس سره کتلي.
نوموړي د خپلو خبرو په پای کې زياته کړه، افغان ملت وخت په وخت د بهرنيو يرغلګرو پر وړاندې سپېڅلي جهاد ته اړ اېستل شوي او دا مهال ترې ميليونونه شهيدان، کونډې او معلولين پاتې دي، چې ورته رسېدنه د خيريه بنسټونو او اسلامي امارت ګډ مسووليت دي.