د شپږ میلیونه افغانیو په ارزښت د کابل د قرغې بند د ساتنې او مراقبت پروژه د اوبو او انرژۍ وزارت له لورې پیل شوه.

د شپږ میلیونه افغانیو په ارزښت د کابل د قرغې بند د ساتنې او مراقبت پروژه د اوبو او انرژۍ وزارت له لورې پیل شوه.
5 جنوري 2023
د افغانستان اسلامي امارت د اوبو او انرژۍ وزارت وایي: د نږدې شپږ میلیونه افغانیو په ارزښت د کابل ولایت په پغمان ولسوالي کې د قرغې بند د ساتنې او مراقبت پروژه پرانیستل شوه.
په دغه افتتاحي مراسمو کې د کابل د سیندیزې حوزې رئیس په شمول د اوبو او انرژي وزارت یو شمېر نورو مسؤلینو ګډون کړی وو.
د کابل سیندیزې عمومي حوزې رئيس انجنیر حبیب الرحمن حقپال د یادې پروژې د پلې کېدو موخه له قرغې بند څخه ساتنه او مراقبت یاد کړ.
ښاغلي حقپال د اوبو د تاسیساتو ساتنې او مراقبت ته په اشارې سره له قراردادي شرکت څخه و غوښتل چې د پروژې د پلي کېدو او کیفیت د ښه والي په برخه کې لا زیاته پاملرنه وکړي.
په ورته مهال، د پغمان ولسوالي عمومي ساحوي مدیر انجنیر محمد اسماعیل د پروژې په هکله معلومات ورکړل او ویې ویل چې د دې پروژې د تطبیق کولو موخه د قرغې بند د ساتنې ، مراقبت او د بند د شاوخوا و د ویجاړېدو څخه مخنیوی دی.
اړوند موضوعات
کابل ښاروالي وایي: د قرغې بند به په یوه غوره تفریحي او زرغونه سیمې بدل شي.
د یادولو وړ ده، چې تر دې وړاندنې هم د اوبو او انرژي وزارت له خوا دقرغې بند په پورتنۍ برخه کې د بند د کانالونو او بند ته د ننوتلو دروازو د ساتنې او مراقبت په موخه درې نورې پروژې پلې شوې دي.






