کابل ښاروالي وایي: د قرغې بند به په یوه غوره تفریحي او زرغونه سیمې بدل شي.

(140807) -- KABUL, Aug. 7, 2014 -- A view of Qargha Lake is seen in Kabul, Afghanistan on August 7, 2014. Qargha lake is located at west of Kabul with many restaurants, where swimming and boating are popular for weekend excursions. Ahmad Massoud) AFGHANISTAN-KABUL-QARGHA LAKE XinhuaxKabul PUBLICATIONxNOTxINxCHN Kabul Aug 7 2014 a View of Lake IS Lakes in Kabul Afghanistan ON August 7 2014 Lake IS Located AT WEST of Kabul With MANY Restaurants Where Swimming and Boating are Popular for Weekend excursions Ahmad Massoud Afghanistan Kabul Lake PUBLICATIONxNOTxINxCHN
کابل ښاروالي وایي: د قرغې بند به په یوه غوره تفریحي او زرغونه سیمې بدل شي.
28 دسمبر 2022
د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا ریاست له لوري د قرغې بند په لوړو غونډیو چې څه موده وړاندې د اوبو د یوې زېرمې او د ونو د خړوب په سېسټم کار پیل شوی وو، لاهم روان دی.
د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا رئیس وویل، چې د یادې سیمې د پراختیا لپاره په وروستیو کې د ۲.۵ میلیونه لېټره اوبه ځایوونکې زېرمه جوړه شوې ده.
اوس مهال د ۳۵۰۰ متره په اوږدوالي د خړوب سېسټم د پیپ تېرولو کار روان دی، چې د اوبو له دې زېرمې به د ۴۰ نلونو له لارې ۴۵۰ زره متر مربع ځمکه او ۵۵ زره ونې خړوبې کېږي.
د هغه په خبره، د اوبو دا زېرمه د قرغې بند په یوه لوړه غونډۍ جوړه شوې ده، چې د واټر پمپ په وسیله يې اوبه پورته کېږي او وروسته په معیاري توګه ورڅېرمه سیمې خړوبوي.
د زرغونتیا ریاست د رئیس په وینا دوی پلان لري، چې د نیالګیو کېنولو په موسم کې لسګونه زره میوه لرونکې او غیر میوه لرونکې ونې کېنوي او د دې زیرمې له لارې به یې خړوبې کړي.
اړوند موضوعات
ګردېز ښاروالۍ د ۱۰ میلیونه افغانیو په ارزښت يو شمېر ټولګټې پروژې ګټه اخیستنې ته وسپارلې.
کابل ښاروالي پلان لري، څو د قرغې بند سیمه په یوه لویه تفریحي او زرغونه سیمه بدله کړي، په همدې موخه به په راتلونکې کې څو څاګانې نورې هم وکیندل شي.