ګردېز ښاروالۍ د ۱۰ میلیونه افغانیو په ارزښت يو شمېر ټولګټې پروژې ګټه اخیستنې ته وسپارلې.

0
209

ګردېز ښاروالۍ د ۱۰ میلیونه افغانیو په ارزښت يو شمېر ټولګټې پروژې ګټه اخیستنې ته وسپارلې.

29 نومبر 2022

د اسلامي امارت د پکتیا ګردېز ښاروالۍ له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یادې ښاروالۍ له خپلې پراختیایي بودیجې په ګردېز ښار کې د لس میلیونو په ارزښت د يو شمېر بېلابېلو ټولګټو پروژو چارې بشپړې او نن ورځ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ګټه اخیستنې ته وسپارل شوې.

 

په همدې موخه د یادو پروژو په پرانیستو مراسمو کې پکتیا والي ښاغلی حاجي دعوت، ګردېز ښاروال الحاج مولوي شریف الله “الهام”، امربالمعروف، اقتصاد، بهرنیو چارو، مخابراتو، اطلاعاتو فرهنګ او د کانونو او معدن رئیسانو سربېره د ولایت یو شمېر نورو مسؤلینو او قومي مشرانو هم ګډون کړی وو.

په دغو پروژو کې د ولایت مقام څلورلاري شاوخوا سړک او سړک غاړې ویالې اساسي جوړیدل، د خواجه حسن ساحه کې د کانګریټي معیاري جمپونو جوړښت، د ښار مرکزي نقطو کې د پُلچکونو بیارغونه او ګردېز _ خوست پُل تخریب شویو برخو بیارغونه، رنګ امیزي او د دې پُل د دواړو کرښو اساسي جوړښت او قیر اچونه شامله وه.

 

ورته مهال پکتیا والي د ګردېز ښاروالۍ وروستۍ کړنې وستایلې اوزیاته یې کړه، چې د دې پروژو سره به د سیمې د خلکو ستونزې حل او ډیر شمیر ټولنیزې او اقتصادي آسانتیاوې به رامنځته شي.

اړوند موضوعات

د کابل_کندهار لویې لارې د رغولو چارې غزني مرکز څخه تر مقر پورې پیل شوې.

ګردېز ښاروال وویل، چې ګردېز ښاروالۍ د یوې لويې خدماتي ادارې په توګه به هڅه کوي، څو دلته پراختیايي کارونه سرته ورسوي او ښکاري ښکلاء لا زیاته کړي.
حماد

Leave a reply