د کابل_کندهار لویې لارې د رغولو چارې غزني مرکز څخه تر مقر پورې پیل شوې.
د کابل_کندهار لویې لارې د رغولو چارې غزني مرکز څخه تر مقر پورې پیل شوې.
25 اکتوبر 2022
د غزني د ټولګټو چارو ریاست مسوولین وایي چې د کابل – کندهار لویې لارې د رغولو چاري د یاد ولایت له مرکز تر مقر ولسوالۍ پورې پيل شوې ده.
د غزني د ټولګټو چارو رئيس ملا محب الله عباس وویل، چې د کابل – کندهار لویه لار د غزني په اړوند سیمو کې د دغه ولایت له مرکز تر مقر ولسوالۍ پورې چې ۱۱۵ کیلومتره اوږدوالی لري د ټولګټو چاور وزارت له لوري رغول کېږي.
عباس د یادې لویې لارې د رغولو تر څنګ، ۳۲۰ وېجاړې شوي پلچکونه هم رغول کېږي.
د دغه سړک د پرانېستي په مراسمو کې د غزني والي مولوي محمد اسحاق آخندزاده په هېواد کې د کابل – کندهار لویې لارې پر اقتصادي اهمیت خبرې وکړې او له سوداګرو یې وغوښتل چې په بارداره موټرو کې له لوړ بار او غیر قانوني وزن څخه ډډه وکړي.
اړوند موضوعات
د ۲۵۳۰ مترو په اوږدوالي د کابل ولایت بګرامیو نساجۍ سړک اصلي لېکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د یادونې وړ ده د کابل – کندهار لويې لارې له رغولو وروسته به د غزنی – پکتیا لویه لاره هم د غزني په اړوندو سیمو کې ورغول شي.