تورخم کې د افغان او پاکستاني ځواکونو تر منځ نښته شوې ده

د دغې نښتې په پایله کې یو افغان چې غوښتل یې پاکستان ته سفر وکړي وژل شوی او یو پاکستانی سرحدي ساتونکی ټپي شوی دی.
اوس مهال د دواړو لورو ترمنځ نښته پای ته رسېدلې او دروازه د ترافیکو پر مخ پرانیستل شوې ده. تر اوسه دولتي سرچينو د دواړو لورو ترمنځ د نښتې په اړه څه نه دي ويلي.
(2023 / 1 / 5 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
په تورخم کې د پاکستاني پوله ساتو او دافغانستان سرپرست حکومت ترمنځ د نښتې په پایله کې یو افغان وژل شوی دی.
سرچینه زیاتوي، چې د پنجشنبې په ورځ د جدې په ۱۵مه د ننګرهار د تورخم دروازې په فرضي کرښه کې د پاکستان د سرحدي ځواکونو او د ا.ا. د ځواکونو ترمنځ وسله واله نښته شوې وه.
د دغې نښتې په پایله کې یو افغان چې غوښتل یې پاکستان ته سفر وکړي وژل شوی او یو پاکستانی سرحدي ساتونکی ټپي شوی دی.
اړوند موضوعات:
چمن–سپین بولدک دروازه هلته تر جګړې وروسته تر نامعلومې نېټې تړل شوې ده